د اقلیمي بدلون په اړه دې نړیوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې شي

د اقلیمي بدلون په اړه دې نړیوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې شي سیاست
د اقلیمي بدلون په نوم یي ټولنه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده

د لوړو زده کړو  وزارت وزیر شیخ ندا محمد ندیم په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، د افغانستان اقلیمي بدلون اسلامي امارت ته مهم دی. 

د لوړو زده کړ وزیر شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې، چې اقتصادي پیاوړو هېوادونو په ځمکه کې ظالمان کړنه پیل کړې او د اقلیمي بدلون په نوم یي ټولنه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده. 

ښاغلي ندیم زیاته کړې، نړیوال لاهم د چاپیریال په برخه کې له افغانستان سره ظلم او زیاتې ته دوام ورکوي، چې له امله افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې شپږ زیات ځپل شوی، چې په اړه دې نړیوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې شي. 

نوموړي همدا راز ویلي، نړیوال په ځمکه کې د اقلیمي بدلون په برخه کې فساد کوي، چې نور باید خپلو ناوړه کړنو ته دپای ټکی کېږدي او د هغه څه له کارولو ډډه وکړي، چې اقلیم ته زیان اړوي او د فضا د ککړتیا لامل کېږي. 

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس چې نن په ننګرهار پوهنتون کې پیل شوی، ټاکل شوې درې ورځې دوام وکړي او ګډونوال به یې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته پر اوښتو زیانونو او د مخنیوي پر لارو چارو یوه جامع طرحه د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي.

تړلي موضوعات