غزه کې د جګړې له امله له ۶۵۰ زرو زیات کسان له خپلو مینو بې ځایه شوي
ملګرو ملتونو د غزې جګړې په تړاو په وروستي راپور کې ویلي، چې د تیرو نږدې څلور میاشتو جګړې له امله پر کورونو د صهیونیستي رژیم د بمباریو له امله نږدې ۱۲ میلیونه ټنه کثافات ټولو ته اړتیا ده، چې اټکل کیږي ۴ کاله به وخت ونیسي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې تیره ورځ پنج شنبه د غزې په مختلفو سیمو کې ۱۳۰ بیګنا فلسطیني وګړي شهیدان شوي او وړمه ورځ چهار شنبه ۱۳ کسه هغه مهال د صهونیستي رژیم په هوایي برید کې شهیدان شول، چې د مرستو لاریو ته د اوبو ترلاسه کولو لپاره په انتظار کې ولاړ وو.
ملګرو ملتونو ویلي، چې دا د هغو ملکي وګړو په نښه کولو شپږمه پېښه ده، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د بشري مرستو لاریو ته ولاړ وي او د صهیو نیستي رژیم د هوایي بریدونو لاندې راځي.
دغه راز تیره ورځ مصر ته څیرمه په رفح بندر کې هم اشغالګرو ځواکونو د استوګنې په دوه کورونو هوایي بریدونه کړي، چې د پنځو ماشومانو په ګډون پکې ۱۴ تنه شهیدان شوي.
د یادونې وړ ده، چې د اوکتوبر له اوومې د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو د صهونیستي رژیم په بمباریو کې تر ۲۸ زرو پورې کسان شهیدان شوي او له ۷۰ زرو زیات ټپیان دي، چې له امله یې د غزې په سلګونو زره خلک بشري مرستو اړتیا لري.