ا.ا د رسميت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي
د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د افغانســــــــتان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
ارګ وایي، د رئیس الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې ويلي، چې اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرايط پوره کړي باید په رسمیت وپېژندل شي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ هم اسلامي امارت ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي عبدالکبیر د نړیوالو لخوا په اسلامي امارت او د اسلامي امارت په چارواکو بندیزونه غیر عادلانه بللي، چې په خبره يې دې بندیزونو له نړۍ سره د تعامل، مذاکراتو او سیاسي تفاهم مخه نیولې.
نوموړي زياته کړې، افغانستان د ملګرو ملتونو د فعال غړي په توګه پاتې شوی او غواړي د دې سازمان فعال غړی واؤسي.
سياسي مرستيال له نړۍ سره د متقابل احترام په رڼا کې د مثبت تعامل غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې يي د يوناما په رول لوبولو ټينګار کړى دى.
هغه له روزا اوتنبايوا څخه غوښتنه کړې، چې د دوحې په ناسته کې د افغانستان واقعيتونه بيان کړي.
بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا په دې کتنه کې ويلي، چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو عملي کولو ته لېواله ده او اړتیا ده چې افغانانو ته بنسټیز پرمختیایي او پراختیایي کارونه ترسره شي.
اغلې اوتنبايوا د دوحې راتلونکې غونډه د افغانستان او افغانانو لپاره د بشري مرستو جلبولو او د ثبات او پرمختګ لپاره ښه فرصت بللى دى.
نوموړې هیله ښودلې، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د استازي په ګډون سره به د افغانستان حقیقي انځور منعکس شي، چې په خبره يې، په دې ناسته کې به د هیوادونو له استازو سره د ا.ا پلاوي ته د دوه اړخیزو او څو اړخیزو ناستو او د نظرونو تبادلې فرصت برابر شي.