حماس د اوربند وړاندیز شوي تړون سره موافقه ښودلې او خپل شرایط یې وړاندې کړي

حماس د اوربند وړاندیز شوي تړون سره موافقه  ښودلې او خپل شرایط یې وړاندې کړي نړۍ
حماس ځواکونه

حماس د اوربند وړاندیز شوي تړون سره موافقه ښودلې او تر څنګ یې خپل شرایط او وړاندیزونه رسنیز کړي دي؛ دا شرایط څه دي؟

الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې اسرائیلو نن ورځ خپل سیاسي او پوځي مشران راټول کړي، تر څو د حماس غبرګون په اړه سلا مشورې وکړي.
الجزیرې هغه شرایط خپاره کړي، چې حماس اسرائیلو ته د اوربند لپاره وړاندې کړي دي.

حماس ویلي، چې د بشپړ او دوامداره اوربند د ترسره کولو لپاره د وړاندېز شوي تړون سره موافقه کوي، چې د اوربند هر پړاو به ۴۵ ورځې دوام کوي او د بندیانو او جسدونو تبادله، د محاصرې پای ته رسول او بیارغونه به په کې شامله وي.

حماس په لومړي پړاو کې د اسرائیلي بندیانو له جملې د ماشومانو، ښځو او ناروغانو خوشې کولو وړاندیز کړی او په لومړي پړاو کې یې غزې ته هره ورځ د مرستې او تېلو لږ تر لږه ۵۰۰ لاریو د ننوتلو غوښتنه کړې.

حماس غوښتنه کړې، چې اوربند لومړي پړاو کې به غزې تړانګې ته لږ تر لږه ۶۰ زره موقتي کورونه او ۲ لکه د سرپناه خیمې راوړل کېږي او دې پړاو کې به خپلو کورونو ته د بې ځایه شویو د راستنېدو او د غزې شمال او جنوب تر منځ د تګ راتګ د ازادۍ تضمین وي.

حماس له قطر، مصر، امریکا، ترکیې او روسیې څخه غوښتنه کړې چې د تړون د پلي کېدو ضامن به وي.

حماس د وړاندیز شویو شرایطو پر دوام ویلي، چې د غزې د کورونو، اقتصادي تاسیساتو او عامه تاسیساتو د بیارغونې لپاره به  ۳ کلن پلان تصویب کېږي او د دوهم پړاو څخه مخکې به د اوربند خبرې اترې پای ته رسېږي او د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د وتلو او بیارغونې د پیل تضمین به موجود وي.

حماس همدارنګه د ۱۵۰۰ بندیانو چې ۵۰۰ یې د عمري بند او لوړې سزا سره مخ دي او ټولو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو د خلاصون غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده چې د نړېوالو او سیمه ییزو فشارونو له امله د امریکايي حکومت او اسرائیلو ترمنځ مخالفتونه وروستي حد ته رسېدلي، تر دې چې د اسرائیلي رسنیو پر اساس بایډن په وروستي تلیفوني اړیکه کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتیاهو ته ښکنځلې کړې او په بدو الفاظو یې یاد کړی او ورته ویلي یې دي چې ته غواړې امریکا جګړه کې ور ښکېل کړې.

بلخوا د غزې روان ناورین په لړ کې په سیمه کې پراخ کړکېچونه رامنځته شوي او امریکا یې په لانجو کې ښکېل کړې چې له جملې یې په سور سمندر کې د امریکايي، بريتانوي او اسرائیلي بېړیو او په عراق او سوریې او نورو سیمه ییزو هېوادونو کې امریکايي اهداف په نښه کېدل دي.

تړلي موضوعات