ا.ا له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري

ا.ا له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري سیاست
د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه مثبت پړاو پیلامه وي

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نکلاسن سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د لندن ناستې، کابل کې د افغانستان سیمه ییزې همکارۍ نوښت کنفرانس، د دوحې راتلونکې ناستې او په اروپا کې د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې کړي.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.

ښاغلي متقي هيله ښودلې، چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوه مثبت پړاو پیلامه وي.

نوموړي د دوحې ناسته کې د ګډون په اړه د نکلاسن پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې اسلامي امارت د دوحې ناسې په اړه مثبت نظر لري او د معنی داره ګډون په اړه یې غور کوي.

همداراز په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پیاوړتیا او پراختیا ژمنه کړې.

تړلي موضوعات