د هېواد ګمرکي بندرونو کې سکنرونو نصب طرحه تائید او منظوره شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوه د هېواد د په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحې او نور موضوعاتو خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصبولو طرحه تائيد او منظوره شوه.
د دغې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې په دې پروژه شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي.
همداراز په دې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت د اقتصادي طرحې تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه وشوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او څارنه به دغه وزارت ترسره کوي او پلي کېدل یې بیا د اړوند وزارتونو او ادارو مسئولیت دی.