د کابل نړېوال هوايي ډګر د انتظار خونې د جوړېدو چارې پیل شوې

د کابل نړېوال هوايي ډګر د انتظار خونې د جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیل له لوري د کابل هېوایي ډګر کې د انتظار خونې د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر خبر ورکړی، چې د کابل نړېوال هوايي ډګر د انتظار خونې د جوړولو چارې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لخوا پیل شوې.

د اقتصادي مرستیال د معلوماتو پر بنسټ، دغه صالون د خصوصي سکتور لخوا د ۲۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.

دغه صالون چې د خصوصي سکتور په پانګونې سره د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړېږي، د ۱۵۰ نفرو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې ولري.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همدا راز خبر ورکړی، د هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په پام کې لري چې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په روان لمریز کال کې د څه باندې ۳،۷ میلیارده افغانیو په ارزښت ۴۳ بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت لخوا د کابل په نړېوال هوايي ډګر کې مسافرو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو شمېر نورې بنسټیزې پروژې پلي او عملي شوې دي.

تړلي موضوعات