صنعتي وده ملتونه په خپلو پښو دروي او نظامونه پرې ساتل کيږي

صنعتي وده ملتونه په خپلو پښو دروي او نظامونه پرې ساتل کيږي بیارغونه او پراختیا
د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر

د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالباري عمر د لایف پرل درملو تولیدي فابریکې پرانېستې مراسمو کې ویلي، همدا صنعتي وده ده چې ملتونه په پښو دروي او د نظامونو پایښت تضمینوي.

عبدالباري عمر ویلي، د ولس د هوساینې لپاره ډېر داسې ګامونه پورته شوي چې هېواد ځان بسیاینې ته رسوي.

ښاغلي عمر زیاته کړې، چې د لایف پرل سره په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکو شمېر ۷۷ ته ورسېد.

د لایف پرل د درملو په تولیدي فابریکې ۲۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې چې د ۵۰ ډوله درملو د تولید تر څنګ یې ۳۰۰ کسانو ته کاري زمینه هم برابره کړې ده.

تړلي موضوعات