د تولیدي فابریکو مسئولین دې د هېواد اړتیاوې په پام کې ونیسي

د تولیدي فابریکو مسئولین دې د هېواد اړتیاوې په پام کې ونیسي بیارغونه او پراختیا
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د لایف پرل درملو تولیدي فابریکې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، د فابریکو زیاتېدل به د هېواد له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي او بېکاري به ورسره کمه شي.

ملاعبدالغني برادر اخوند ویلي، د درملو تولیدي فابریکو سره به باکیفیته درملو ته د هېوادوالو لاسرسی زیات او د بې کیفیته وارداتي درملو مخنیوی به وشي.

اقتصادي مرستیال د تولیدي فابریکو له مسئولینو غوښتي چې د هېواد اړتیاوې دې په پام کې ونیسي او په نړېوالو معیارونو برابر تولیدات دې وکړي.

تړلي موضوعات