د لمریزې برېښنا د تولید د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د لمریزې برېښنا د تولید د درېیو پروژو تړونونه لاسلیک شول بیارغونه او پراختیا
د لمریزې برېښنا د تولید پروژې

دا تړونونه نن کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت او عوفي بهرام شرکت ترمنځ د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شول.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د دې تړونونو د لاسلیک پرمهال ویلي، دغه پروژې به په فراه، روزګان او پکتیکا ولایتونو کې پلي کېږي.

ښاغلي منصور ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین د ۲۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید حکم ورکړی چې دایې پیل دی.

د اوبو او برېښنا وزیر ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به کابل کې هم د  ۱۰۰میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه پلي کړي.

تړلي موضوعات