سور سمندرګي کې حوثي ځواکونو امریکايي او بریتانوي بېړۍ په نښه کړې

سور سمندرګي کې حوثي ځواکونو امریکايي او بریتانوي بېړۍ په نښه کړې نړۍ
د حوثي ځواکونو له لوري ویشتل شوې بېړۍ| عکس: ارشیف

د یمن حوثي ځواکونو سور سمندرګي کې یوه امریکايي او بله بریتانوي بېړۍ په نښه کړې دي. د حوثیانو ویاند يحيی سريع په یوه ویډيوي پیغام کې د دې برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې په عربو او سور سمندر کې به يې بريدونه دوام ولري.

بلخوا الجزیرې تلوېزیون د یمن امنیتي سرچینو له قوله ویلي، چې حوثيانو دوه امريکايي او بريتانوي بېړۍ په نښه کړې چې په لړکې یې بريتانوي کښتۍ لګېدلې ده.
همداراز د بريتانيا سمندري ځواکونو ادارې هم ويلي چې يمن سور سمندرګي کې د الحديدة ښار غرب لوري ته يې د يوې بېړۍ په نښه کېدو خبر ترلاسه کړی دی.

د يادونې وړ ده چې پر غزې د اسرائيلي وحشت د دوام په غبرګون کې د يمن حوثيانو په سور سمندرګي کې اسرائيلو او ټولو هغو هېوادونو بېړۍ په نښه کړې چې د اسرائيلي رژيم ملاتړ يې کړی چې په راس کې یې امريکا او بريتانيا دي.

تړلي موضوعات