په هېواد کې د روغتیايي خدماتو رسولو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې

په هېواد کې د روغتیايي خدماتو رسولو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې روغتیا
د تېرې ادارې پر مهال یوازې د افغانستان ۳۰ سلنه خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېدل

د عامې روغتیا وزیر ډاکټرقلندرعباد تر بلخ وروسته سرپل ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له ځایي مسئولینو او یو شمېر ډاکټرانو سره کتلي دي.

ډاکټر قلندرعباد په دې کتنه کې ویلي، د تېرې ادارې پر مهال یوازې د افغانستان ۳۰ سلنه خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېدل، خو په تېرو دوو کلونو کې دغه کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

ښاغلي عباد ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد هرې برخې ته روغتیايي خدمات ورسوي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، چې په تېر کې د هېواد روغتیایي خدمات په نشت حساب و او د روغتیا په برخه کې اداري فساد اوج ته رسېدلی و.

د روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره تړل شويو ۲۰۰ روغتونونو د بیرته پرانېستل کېدو ترڅنګ یي ۳۰۰نوي روغتونونه هم جوړ کړي دي.

تړلي موضوعات