ډېرې اوبه څښل څه ډول د وزن په کمولو کې مرسته کوي؟

ډېرې اوبه څښل څه ډول د وزن په کمولو کې مرسته کوي؟ روغتیا
انځور ډیزاین حریت راډیو

د ګرمۍ په موسم کې او د فزيکي فعاليتونو پر مهال د انسان بدن ډېره خوله کوي او د دې لپاره چې بدن له خشکۍ وساتل شي؛ بايد له لاسه ورکړل شوي مايعات پوره شي.

«هارورډ هېلت» د مايعاتو د کمښت نښانې کمزوري، ټيټ فشار، سر ګرځېدل او د بولو ژېړ رنګ ښودلې دي.

بل پلو ډاکټره شارلوت نورتون چې د وزن کمولو د يوه ځانګړي روغتون سرطبيبه ده؛ څرګندوي چې د وزن له لاسه ورکولو لپاره د بدن لوندوالی يا د اوبو پوره کېدل خورا مهم دي. د هغې په وينا ۵ لاملونه شته چې د وزن بايللو او روغتيا ښه کولو لپاره ډېرې اوبه څکل لازمي کوي:

- د سختې لوږې رغبت له منځه وړل:

دغه سرطبيبه وايي: «اوبه د معدې يوه برخه ډکوي او کله چې معده ډکه شي؛ دماغو ته د نه خوراک زېګنال استوي، ځکه نو يو يا څو ګيلاسه اوبه دماغ تېرويستلی شي څو لوږه احساس نه کړي».

- د مېتابولېزم عمليې مرسته:

د آغلې نورتون له وضاحت سره سم: «مېتابولېزم هغه کېمياوي عمليه ده چې له مخې يې د انسان بدن خوراک او څښاک په انرژۍ بدلوي او دا چې دا يوه سخته عمليه ده، نو د اوبو څکل کولی شي چې د دې عمليې مرسته وکړي. څېړنې ښيي چې ۵۰۰ م.ل اوبه څښل د مېتابولېزم عمليې کچه ۳۰٪ لوړوي، په دې معنا چې بدن کولی شي لا ډېرې کالوريانې له منځه يوسي».

- غوړ له منځه وړل:

ډاکټره نورتون زياتوي: «اوبه څکل د بدن غوړ له منځه وړي، بې له دې چې په وينه کې د شکر يا انسولين کچه لوړه شي، په دې معنا چې دا د وزن کمولو کې مرستې لپاره يوه غوره لاره ده».

- هضم کې مرسته کول:

هضم د وزن بايلولو لپاره مهم بلل کېږي، ځکه د هضم پر مهال ټول هغه غذايي توکي هم له بدنه وځي چې جسم کارولي دي او د بدن پرله‌پسې لوندوالی د هاضمي سيستم روغتيا خوندي ساتي، دغه راز بدن هڅوي چې ټول هغه وټامنونه او اړين فلزيات راکاږي چې اړتيا ورته لري.

نورتون وايي: «اوبه د هضم عمليې په ټولو اړخونو کې ګډون لري، خوله کې د ګولې ايښودو او د ګولې د ميده کولو او تېرولو لپاره لعاب ته له اړتيا نيولې؛ بدن نه بېرته د ويستو تر شېبې. خو که بدن له خشکۍ کړېږي نو دا په ټول هاضمي سيستم منفي اغېز لري او له امله يې وزن زياتېږي.

- د عقلي روغتيا ملاتړ:

سرطبيبه په پای کې وايي: «ډېری خلک عقلي روغتيا ته له اوبو سره کوم تړاو نه ورکوي، خو له دې سره سره بدن په اوبو موړ ساتل د دماغو د سالمې دندې لپاره مهم دی، چې د تمرکز او مزاج ښه کولو له مخې عقلي روغتيا ساتي. بل پلو خشکي کولي شي چې د پرېشانۍ او خپګان کچه لوړه کړي چې د وزن کمولو هڅې بيا هيڅ ګټه نه لري او د سړي خوښي لا پرې له پاسه اغېزمنېږي.

تړلي موضوعات