د پنجشېر او بغلان ۳۴۰تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

د پنجشېر او بغلان ۳۴۰تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول افغانستان
د امنیتي ځواکونو جذب شوي تازه سرتېري

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت اړوند په جلب او جذب قومندانۍ کې د پنجشېر او بغلان ولایتونو له بېلابېلو ولسوالیو ۳۴۰تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته په فوق العاده توګه جذب شول.

دغه ځوانان د حضرت عبدالله بن مسعود رض جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ ته ور وپېژندل شول.

دغو ځوانانو ته د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت ویلي، هغه څوک چې هېواد کې د ژبې قوم او سمت په نوم اختلاف ته لمن وهي لاسونه یې لنډ کړئ.

ښاغلي فطرت دغو ځوانانو ته په خطاب کې ویلي، تاسو د اسلامي نظام، ملي ارزښتونو او هېواد ساتنې لپاره جذب شوي یاست چې د اسلامي نظام او خاورې څخه دفاع او ساتنه مو مسئولیت دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یادو ولایتونو څخه په سلګونه تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شوي دي.

تړلي موضوعات