تېره اونۍ د اسرائیلو ۴۳ وسایط ویشتل شوي

تېره اونۍ د اسرائیلو ۴۳ وسایط ویشتل شوي نړۍ
د اسرائیلو ویشتل شوی ټانک

القـ.سام خبر ورکړی، تېره یوه اونۍ کې مو ۴۳ اسرائيلي پوځي ټانکونه او شوبلې له منځه وړې او ۱۵ اسرائیلي عسکر مو وژلي.

د فلسطين اسلامي جهادي غورځنګ حماس پوځي څانګې القسام ويلي، چې په تېره یوه اونۍ کې مو ۴۳ اسرائيلي شوبلې او ټانکونه له منځه وړي او ۱۵ اسرائيلي عسکر مو په صفري نقطو کې د جګړو پرمهال وژلي.

د يادې ډلې وياند ابو عبيده پخپل ټليګرام چېنل کې ليکلي، چې مجاهدينو يې همداراز ۴ اسرائيلي ډرون الوتکې هم نيولې، د دې ترڅنګ يې د صهيونستي اشغالګرو ځيني پوځي نقطې د هاوان په واسطه په نښه کړې.

وياند څرګندوي چې القسام ځواکونو د اشغالګرو اسرائيلو پلازمېنه تل ابيب او شاوخوا سيمې په توغنديو ويشتلې دي.
د يادونې وړ ده چې اسرائيلي عسکرو يوازې د غزې بريد را وروسته د خپلو ۵۶۵ عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی خو اسرائيلي رسنۍ او نورې سرچينې دا شمېر ډېر لوړ ښايي.

د دې ترڅنګ د اسرائيلي رسنيو او سرچينو له قوله تر دې مهاله په جګړو کې زرګونه اسرائيلي عسکر ټپيان شوي او له ۱۲ زرو څخه زيات يې په دايمي معلوميت اخته شوي.
همداراز د اسرائيلو په داخل کې د نتنياهو رژيم پرضد پراخ لاريونونه روان دي او ترې غواړي چې د بنديانو تبادلې او جګړې ودرولو ته غاړه کېږدي.

د حماس ډله د مذاکراتو په لړ کې ټينګار کوي چې د بنديانو تبادله هغه وخت شونې ده چې اسرائيل غاصب رژيم تلپاتې اوربند او د ټولو فلسطيني بنديانو ازادولو ته غاړه کېږدي.

دا په داسې حالکې ده چې اسرائيلي پوځ د بې شمېره تلفاتو او جګړو له امله د غزې شمال او غرب ځيني سيمې پرېښې او ترې تښتېدلي او اوسمهال جګړه د غزې تړانګې په جنوب خانيونس او ځينو نورو سيمو کې روانه ده.

تر اوسه اسرائيلي غاصب رژيم نه دی توانېدلی چې د غزې د بريد له ټاکل شويو اهدافو څخه کوم هدف ترلاسه کړي. د حماس ډلې له منځه وړل، د اسرائيلي بنديانو ازادول او داسې نور اهداف دي چې اسرائيلي رژیم د غزې بريد لپاره په نښه کړي وو خو له څلورو مياشتو څخه د ډېرې جګړو او بې شمېره وحشتونو او جرايمو راوروسته یې نه کوم اسرائيلي اسير ژوندی ترلاسه کړی او نه يې د حماس او نورې مقاومت ډلې کمزورې کړې.

تړلي موضوعات