ژمن دي چې د سرطاني ناروغیو د درملنې معیاري روغتون جوړ کړي
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاده حامد د سرطاني ناروغۍ د نړېوالې ورځې په مناست جوړې شوې غونډې ته ویلي، د سرطاني ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی ترسره کول اړین دی.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې په نږدې راتلونکې کې په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې ټوله هڅه یې پر دې ده چې په هېواد کې د روغتیا په برخه کې هېوادوالو ته معیاري روغتیایي خدمتونه واندې کړي، ترڅو بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه د ناورغانو د تګ مخنیوی وشي.