چیلي هېواد کې اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۴۶ ته لوړ شوی

چیلي هېواد کې اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۴۶ ته لوړ شوی نړۍ
چیلي هېواد کې اورلګېدنه

اېن بي سي نیوز د چیلي هېواد ولسمشر ګابریل بوریک له قوله خبر ورکړی، چې د چیلي په ځنګلونو کې د اور لګېدنې له امله د مړو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د دې هېواد ولسمشر زیاته کړې، کېدای شي د مړو شمېر له دې هم ډېر شي.
د اېن بي سي خبر له مخې چې تېره ورځ د چیلي کورنیو چارو وزیرې کارولینا توها یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې اورلګېدو تر ۴۳ زره هکټاره زیاته ځمکه زیانمنه کړې او له ۱۱۰۰ څخه یې ډېر کورونه اغېزمن کړي دي.

تړلي موضوعات