د عراقي مقاومت غچ؛ په عراق او سوریه کې پر امریکايي مرکزونو بریدونه شوي
اسلامي مقاومت په عراق او ګاونډي سوریه کې پر امریکايي مرکزونو د یو لړ بریدونو د ترسره کولو اعلان کړی دی.
دا اقدام د متحده ایالاتو لخوا د وروستیو شدیدو هوایي بریدونو په مستقیم ځواب کې دی.
نن د شنبې په ورځ، د عراق اسلامي مقاومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د په عراق او سوریه کې پر امریکايي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی دی.
اسلامي مقاومت ډلې دا توغندیز او بې پیلوټه الوتکې بریدونه نن پر امریکايي مرکزونو ترسره کړي دي.
دغې ډلې همداشان د اردن او عراق پولو ته نږدې د سوریې په جنوب ختیځ کې د ستراتیژیک پلوه مهم التنف پوځي اډې باندې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.
سربیره پردې، دوی د سوریې په شمال ختیځ ولایت الحسکه کې د الخدرا په کلي باندې د بریدونو کولو اعتراف هم وکړ.