امریکا کې الوتکه نسکوره شوې؛ مرګ ژوبلې تر څنګ شاوخوا کورونه سوځېدلي

امریکا کې الوتکه نسکوره شوې؛ مرګ ژوبلې تر څنګ شاوخوا کورونه سوځېدلي نړۍ
د الوتکې نسکورېدو وروسته د پارک صحنه

د امریکا سي اېن اېن تلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د امریکا فلورېډا ایالت کلیر واټر ښارګوټي په یوه پارک کې الوتکه غورځېدلې ده.

سي اېن اېن د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې دې پېښه کې د پارک شاوخوا ګرځنده کورونه سوځېدلي دي.
تر اوسه د دې الوتکې نسکورېدو پېښې د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي خپاره شوي؛ خو یاده امریکايي رسنۍ وايي، چې څو کسان دې پېښه کې وژل شوي دي.

خپاره شويو انځورونو کې لیدل کېږي، چې یاد پارک کې لویه اور لګېدنه او ویجاړي رامنځته شوې ده.
د امریکا هوايي چلند فدرالي ادارې ویلي، چې له غورځېدو وړاندې د دې الوتکې په انجن کې ستونزه پیدا شوې وه او غورځېدو لامل یې یاده ستونزه وه.

د یادونې ده، چې امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې وروستیو کې د امریکايي الوتکو نسکورېدو پېښې بې سارې ډېرې شوې دي، چې تازه وړمه ورځ جنوبي کوریا کې د امریکا یوې اېف-۱۶ جنګي الوتکې سقوط کړی و.

تړلي موضوعات