چین په رسمي ډول له ا.ا سره تعامل پیل کړی

چین په رسمي ډول له ا.ا سره تعامل پیل کړی سیاست
اسلامي امارت ورځ په ورځ لاسته راوړنې ترلاسه کوي او نړۍ کې مطرح کېږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د چین ولسمشر له لوري د اسلامي امارت سفیر باورلیک منلو په اړه ویلي، چې بیجینګ رسما له اوسني حکومت سره تعامل پیل کړی دی.

ښاغلي مجاهد د اېکس خواله رسنۍ په یوه سپېس کې د چین له دغې اقدام څخه هرکلی کړی په خبره یي، چین هم د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان حکومت په رسمیت منلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د باورونو برعکس اسلامي امارت ورځ په ورځ لاسته راوړنې ترلاسه کوي او نړۍ کې مطرح کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ تېره ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په چین کې د اسلامي امارت ځانګړي استازي او سفیر په توګه د مولوي اسدالله بلال کریمي باورلیک ومانه.

تړلي موضوعات