د قزاقستان هېواد استازی: د حکومت د څرنګوالي ټاکــــــل د افغانانو حق دی

د قزاقستان هېواد استازی: د حکومت د څرنګوالي ټاکــــــل د افغانانو  حق دی سیاست
د قزاقستان هېواد استازی

د قزاقستان هېواد استازي د کابل په کوربتوب د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار کنفرانس کې ویلي، د حکومت څرنګوالي ټاکل د افغانانو حق دی او قزاقستان په کې هیڅ مداخله نه کوي.

د قزاقستان استازي په دې کنفرانس کې ویلي، دوی نه غواړي چې د حکومت د څرنګوالي په اړه افغانانو ته نسخې ورکړي.

نوموړي په قزاقستان کې هغه لېست ته چې په دې هېواد کې یي پر فعالیت پابندي و، د افغان حکومت ایستلو ته په اشارې ویلي، افغانستان سره د مثبت تعامل یو مثال له دې لیست څخه د افغان حکومت ایستل دي.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات