د هند شارژدافیر: د هر هغه کوښښ څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لامل کېږي

د هند شارژدافیر: د هر هغه کوښښ څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لامل کېږي سیاست
د هند شارژدافیر

په کابل کې د هند شارژدافیر د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار ناسته کې ویلي، د هر هغه کوښښ ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې د ثبات او پرمختګ لامل کېږي.

د هند شارژدافیر له افغانانو سره خپلې اړیکې تاریخې وبللې او د همکاریو پر یو داسې ماډل یې ټینګار وکړ، چې د افغانانو په ګټه وي.

نوموړي د چابهار بندر له لارې افغانستان سره پر سوداګریزو اړیکو ټینګار وکړ او افغانستان سره یې د هند پر انکشافي مرستو هم معلومات ورکړي.
یاد کنفرانس کې د هند شارژدافیر له افغانستان سره په خپلو سوداګریزو اړیکو پر دوام هم ټینګار کړی دی.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات