د دوحې په ناسته کې دې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه شي

د دوحې په ناسته کې دې د افغانستان واقعیتونه په ډاګه شي سیاست
اسلامي امارت هڅه کوي ټولو هغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، چې ورته په میراث پاتې دي

د بهرنیو چاو وزیر مولوي امیر خان متقي د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «دافغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې په پرانېسته کې وویل، د سیمې هېوادونه دې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان واقعیتونه نړېوالې ټولنې ته ورسوي تر څو د افغانستان ستونزو ته رسېدنه وشي.

د بهرنیو چار وزیر دغې ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، افغانستان له هیچا سره د تقابل غوښتونکی نه دی او بلکې په هر وخت کې تعامل ته ترجیح ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت توانېدلی چې د هېواد دبیارغونې ماشین په حرکت راولي، نشه یي توکي بند کړي او هغه ډلې له منځه یوسې چې سیمې ته ګواښ پېښوي.

ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي ټولو هغو ستونزو ته رسېدنه وکړي، چې ورته په میراث پاتې دي.

په دې غونډه کې به د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو د مثبت تعامل نوی فصل، د سیمه ییزو همکاریو په اړه همغږي، د سیمي په کچه د ګډ منطقه محور روایت رامنځته کول او د سیمي له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره په ګډه کار کول هغه موارد دي چې په دې ناسته کې به پرې بحث وشي.

تړلي موضوعات