دنړۍ هېوادونه باید د افغانستان حکومت جوړښت ته احترام وکړي
د بهرنیو چاو وزیر مولوي امیر خان متقي د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې په پرانېسته کې وویل، لکه چې د افغانستان حکومت د نورو هېواد د حکومتونو موډل ته احترام لري له نورو هېوادونو هم هیله لرو، چې د افغانستان حکومت جوړښت ته احترام وکړي.
د افغانستان وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، پردۍ نسخو په افغانستان کې کار نه دی ورکړی بلکې په تېرو څوو لسیزو جګړو او ناخوالو وښوده، چې بهرنۍ طرحې په افغانستان کې ستونزو لامل شوې دې او برعکس پایلې یې درلودې.
ښاغلي متقي د افغانستان لپاره په ملګرو ملتونو کې د ځانګړي استازي ټاکلو پرېکړه ناسمه وبلله په خبره یې، اسلامي امارت کولای شي چې د هېواد ټولو برخو ته رسېدنه وکړي.