تېره میاشت په افغانستان کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې

تېره میاشت په افغانستان کې د پولیو مثبته پېښه نه ده ثبت شوې روغتیا
د پولیو هیڅ ډول نښې نښانې شتون نه لري

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د یو خبري کنفرانس پرمهال ویلي، د روان ۲۰۲۴کال په جنوري میاشت کې په افغانستان کې د پولیو (ګوزڼ) هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

ډاکټرقلندر عباد په کونړ ولایت کې په پولیو د یوې لس کلنې ماشومې د اخته کېدو په تړاو د پاکستان (ان ای اچ) ادارې له لوري خپاره شوي خبرونه رد او هغه یې بې بنسټه او غیرمسئولانه ګڼلي.

ښاغلي عباد زیاته کړې، د دوی څېړنې ښيې چې دغه ماشومه په نیورولوژي (مغزي) ناروغۍ اخته ده چې د وجود یوه برخه یې فعالیت نه کوي او په وجود کې یې د پولیو هیڅ ډول نښې نښانې شتون نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت په هېواد کې د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په تېرو دوو کلونو کې يي په دې برخه کې موثر اقدامات ترسره کړي دي.

ښاغلي عباد په خپلو خبرو کې په لومړي ځل په افغانستان کې د پولیو د تشخیص لابراتوار له جوړېدو هم خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تړلي موضوعات