روغتيايي ګواښونو نه د ځان ساتنې په پار د ماښامنۍ خوړلو غوره وخت کوم دی؟
ډېری خلک ماښامنۍ د شپې په ناوخته وختونو کې خوري، خو پوهان څرګندوي چې داسې کول د انسان روغتيا په لويه کچه زيانمنوي.
بېلا بېلو څېړنو ښودلې ده چې د شپې ناوخته ماښامنۍ کول ګڼ شمېر روغتيايي ګواښونه رامنځته کوي، چې د وزن زياتېدل او د زړه او رګونو ناروغۍ هم په کې دي. له همدې امله پوهان د يوې ځانګړې تګلارې د تعقيبولو ټينګار کوي چې له مخې يې ماښامنۍ د شپې وختي د دوو ساعتونو مودې په اوږدو کې وخوړل شي، چې د وزن په کمولو، غوره خوب او د هاضمې عمليه کې مرسته کوي.
د «مېرر» له راپور سره سم د Veera Health متخصصين د ماخوستن د ۵ او ۷ بجو ترمنځ وخت کې د ماښامنۍ کولو سپارښتنه کوي، دغه وختينی خوراک د بدن له طبيعي بيولوژيکي ساعت له کړنلارې سره سمون کوي چې د ورځې په اوږدو کې خپل اوج ته رسي او د ماښام له راتلو سره سم کرار کرار تتېږي.
د Veera Health متخصصين وايي: «تاسو چې کله ماښامنۍ وختي کوئ، نو خوبځای ته له تلو وړاندې د خوړو د هضم لپاره بدن ته ډېر فرصت ورکوئ. دا هضم کې د ستونزو، د معدې د تېزابيت او د مرۍ د ريفلکس شونتيا کموي».
دا هم اړينه ده چې ډوډۍ په داسې طريقه وخوړل شي چې انسان په کې تکيه يا غځېدلی نه وي، ځکه په شا د کږېدو وضعيت کې د مرۍ د ريفلکس په څېر ستونزې راولاړېږي.
وختي مړۍ خوړل په ډکه معده خوب ځای ته د تلو ګواښ هم کموي، چې دا د خوب د اختلالاتو يو لوی لامل دی.
روغتيا پوهان خلک دې ته هڅوي چې که د معدې جوش، د مرۍ ريفلکس يا بې خوبي لري؛ نو بستر ته له تلو درې تر څلورو ساعتو مخکې دې له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړي.
د Veera Health روغتيا پوهان وايي، چې ماښامنۍ وختي خوړل به «ستاسو بدن ته دا توانايي ورکړي چې د يوې ثقيلې ماښامنۍ د هضمولو په ځای په ارام او اصلاح تمرکز وکړي. وختي ماښامنۍ کول ښايي خوراک ته د سختې لېوالتيا په کابو کولو کې هم مرسته وکړي او د شپې ناوخته په يوواري توګه د هغو تيارو خوړو د خوړلو مخه هم وکړي، کوم چې ډیری وختونه د لوږې په ځای د خستګۍ له امله خوړل کېږي».
د ماښام د ۵ او ۷ بجو تر منځ ماښامنۍ کول که شونې نه وي؛ نو له ۸ بجو مخکې ماښامنۍ خوړل هم له دې غوره ده، چې ناوخته وخوړل شي، دا وينه کې د خوږې د کچې لوړېدو مخنيوی کوي، خو که خوب ته په نږدې وخت کې ماښامنۍ وخوړل شي نو دې سره وينه کې د خوږې کچه لوړېدی شي.