کابل کې د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار ناسته

کابل کې د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار ناسته سیاست
بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په اړه خپور کړی انځور

د هېواد پلازمېنه کابل به سبا د سلواغې پر ۹ مه د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» د ناستې کوربه وي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دې ناسته کې به د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت پر ایجاد او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه هراړخیز بحثونه وشي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل د دې ناستې په اړه ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌محور تعامل پر لارو چارو، متقابل احترام او همداراز سیمه‌ییز اتصال او ټرانزیټ پر فرصتونو بحثونه وشي.

د یادونې ده، چې افغانستان اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرني سیاست په غوره کولو سره د ګاونډ او سیمې له هېوادونو سره ښې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، چې دمګړۍ ډېری هېوادونو سره دا اړیکې لوړې کچې ته رسېدلې دي.

تړلي موضوعات