روغتیایي خدمتونو کې بدلون ولس پر خپلو روغتیایي کارکوونکو باوري کړي
د عامي روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان له مشر ډاکتر ډاپینګ سره په کتنه کې ویلي، د تېر په پرتله په روغیتایي خدمتونو کې د پام وړ بدلون راغلی، چې ور سره ولس په روغتیایي کارکوونکو او روغتیايي خدمتونو باور پيدا کړی دی.
ډاکټر قلندر عباد په دې کتنه کې ویلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ټول هېوادوال له معیاري روغتیايي خدمتونو څخه اوس مهال برخمن شوي او ولسونو ته په وخت د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول یې مسئولیت دی.
د خبرپاڼې له مخې ډاکټر ډاپینګ ویلي، چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره همکاري کوي.