د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د هغوی د بې کفایتۍ ښکارندویي کوي

د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د هغوی د بې کفایتۍ ښکارندویي کوي سیاست
دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي

د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د پاکستان پوځ مشر جنرال منیر عاصم وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ چارواکي څرګندونې د یاد هېواد چارواکو د بې کفایتي ښکارندویي کوي او د افغانستان خلکو پر وړاندې له سپکاوي ډکې دي.

د افغانستان وسله وال پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په تړاو بې بنسټه تورونه رد کړي او دغسي ادعاوې یې د پاکستاني چارواکو بې کفایتي بللې ده.

د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ښاغلي فطرت ویلي، عاصم منېر چې د خپل هېواد د يوه وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه مهم ګڼي، په حقيقت کې د يوه مسلمان ملت د ارزښتونو سپکاوی کوي په داسې حال کې چې دوی د خپل هېوادوالو امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي ځکه خو د خپلو نیمګرتیاوو پړه پر نور ور اچوي.

نوموړي د پاکستان له خلکو غوښتي چې د خپلو حکومتي چارواکو له لوري د داسې مغرضانه نظریو پر وړاندې چې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کرکې لامل کېږي غبرګون وښيي.

لوی درستیز ټینګار کړی چې د غیري مسؤلانه نظرونو څرګندول یوازې دا چې، ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دا د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې هم زیانمنوي.

د اسلامي امارت یاد لوړ رتبه چارواکي زیاته کړې، چې نړۍ او د افغانستان خلک د دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیاوې او اتلولۍ، چې څنګه يې د هېواد د خپلواکۍ له پاره مبارزه وکړه، اوس هم په یاد لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منېر ویلي و چې د یوه پاکستاني وګړي خوندیتوب د افغانستان د ټولو خلکو له ژوند څخه ورته مهم دی، چې د نوموړي دې ډول څرکندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي او افغانان دا څرګندونې په کلکه غندلې دي.

تړلي موضوعات