اسرائیل دې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره ټول اقدامات عملي کړي

اسرائیل دې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي لپاره ټول اقدامات عملي کړي نړۍ
د جنوبي افریقا په ګټه پرېکړه وکړه او د اسرائیلو غوښتنه یې رد کړې ده

په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې یا (ICJ) په غزه کې د اسرائیلو کړنې نسل وژنه بللې او حکم یې کړی، چې اسرائیل دې د فلسطنیانو له وژلو څخه ډډه وکړي او دوی ته دې د بشري مرستو رسېدو ته اجازه ورکړي. 

دغې محکمې د ۱۵موافقو او دوو مخالفو رایو له اسرائیلو څخه غوښتي چې په غزه کې د نسل وژنې د کړنو د مخنیوي لپاره ټول اقدامات عملي کړي. 

له دې سره یادې محکمې د جنوبي افریقا او اسرائیلو په دعوا کې د جنوبي افریقا په ګټه پرېکړه وکړه او د اسرائیلو غوښتنه یې رد کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې جنوبي افریقا د اسرائیلو له لوري په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې وړاندې دغې محکمې ته له اسرائیلو څخه شکایت کړی وو.

تړلي موضوعات