د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال سره د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي سیاست
دوامداره ښو اړیکو د پیاوړتیا او د لازیاتو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی

په چین کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال ماومینګ سره کتلي دي. 

په چین کې د افغانستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ په اقتصادي، سیاسي سوداګریزو، قونسلي او د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې. 

افغان سفارت دغه راز زیاته کړې، چې ښاغلي بلال کریمي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره ښو اړیکو د پیاوړتیا او د لازیاتو همکاریو په اړه ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات