: کابل کې ۳۰ ټنه بې کیفیته، تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي له مینځه وړل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د چاپېریال ساتنې ریاست کارکوونکو د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۰ ټنه بې کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.
د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، دغه بې کيفيته او تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل چې د تېرو څلوېښتو ورځو په موده کې راټول شوي، د یاد رياست د مسوولينو له لوري له مینځه وړل شوي.
مسؤولین وایي، چې ټيټ کيفيته او تاریخ تیره توکي د هېوادوالو د بېلابېلو ناروغيو اصلي لامل دي، چې هوډ لري په ټول هېواد یې د پلور او استعمال مخه ونيسي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت مرکزي او سيمه ييز چارواکي په سراسر د هېواد کې د بې کيفيته تاریخ تیره درملو او خوراکي توکو د مخنيوي هڅې کوي، چې ډیرۍ وخت له بېلابېلو ولایتونو څخه د دغه ډول توکو د ټولولو او له منځه وړلو خبر ورکوي.