نړیواله محکمه غزه کې د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې په اړه د عاجلو اقداماتو پرېکړه اعلانوي

نړیواله محکمه غزه کې د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې په اړه د عاجلو اقداماتو پرېکړه اعلانوي نړۍ
د اسرائیلو له لوري د نسل وژنې په اړه د عاجلو اقداماتو پرېکړه اعلانوي

یو شمېر بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې سبا جمعه ICJ یا ملګرو ملتونو نړیواله محکمه د اسرائیلو له لوري په غزه کې د نسل وژنې په وړاندې د عاجلو اقداماتو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

الجزیرې انګلیسي خبري شبکې د نړیوالې محکمې په حواله ویلي، چې دا به د جمعې په ورځ اعلان شي، چې نړیواله محکمه د جنوبي افریقا له لوري پر غزه د اسرائیلو په حمله کې د نسل وژنې د قضیې په اړه د اسراییلو په وړاندې د بیړني اقداماتو امر ورکړي که نه. 

د الجزیرې د راپور په اساس، د ملګرو ملتونو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د دغې محکمې د ۱۷ قاضیانو یو پلاوی به د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۲۶ نیټه په سیمه ایز وخت د غرمې په ۱۲ بجو په دغه سازمان کې د جنوبي افریقا د غوښتنو په اړه خپل ځواب اعلان کړي.

تړلي موضوعات