اسرائیلي اشغالګرو خان یونس کې د کډوالو پر کمپ بریدونه کړي

اسرائیلي اشغالګرو خان یونس کې د کډوالو پر کمپ بریدونه کړي نړۍ
د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه عام فلسطیني وګړي شهیدان شوي

نړیوالې رسنۍ خبر ورکوي، چې د صهیونیستي رژیم ځواکونو تېره شپه د غزې په خان یونس سیمه کې د کډوالو پر کمپ بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۴ تنه شهیدان شوي او ډیر شمیر نور ټپیان دي. 

العربیه په غزه کې د ملګرو ملتونو سازمان د چارواکو په حواله ویلي، چې اشغالګرو ځواکونو تیره شپه د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو پر هغه کمپ هوایي بریدونه کړي، چې پکې تر لس زرو پورې کسان میشت دي. 

د خبرونو له مخې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه عام فلسطیني وګړي شهیدان شوي او په لسګونو نور ټپیان دي. 

په ورته مهال د فلسطین د عامې روغتیا وزارت تیره ورځ اعلان کړی، چې د اوکتوبر له اوومې په غزه کې د د پیل شویو له امله د صهیونیستي رژیم په بمباریو کې د شهید شویو فلسطیني وګړو شمیر ۲۵ زره ۷۰۰ او د ټپیان شمیر ۶۳ زره ۷۴۰ تنو ته پورته شوې ده. 

دغه راز یاد وزارت ویلي، چې د تیرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د اسرائیلو په هوایي او ځمکني بریدونو کې ۲۱۰ تنه د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو کې شهیدان شوي.

تړلي موضوعات