د مخابراتي شبکو د بیو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي

د مخابراتي شبکو د بیو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي افغانستان
مخابراتي پوښښ په موخه یې ګڼ کارونه ترسره کړي دي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اترا ادارې رئیس مولوي سید برات شاه اغا ندیم او د دولتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي رئیس مولوي احمدجان بلال سره په کتنه کې ویلي، د مخابراتي شبکو د بیو کمولو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي په دې کتنه ښاغلي سیاسي مرستیال په لري پرتو سیمو کې د مخابراتو خدماتو وړاندې کولو ته د پاملرنې ترڅنګ د بیو راکمولو او په هېواد کې د مخابراتي شبکو ترمنځ د سالم رقابت په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې، نوموړي د دولتي شرکتونو ادارې فعالول مهم وبلل، چې له دې سره به یو شمېرهېوادوالو ته د کار زمینه برابرېدو سربېره هېواد د خپلو شرکتونو خاوند شي او په اقتصادي ثبت کې به مهم رول ولوبوي.

په دې کتنه کې د اترا ادارې رئیس ښاغلي برات ویلي، د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا، با کیفیته خدماتو او پراخ مخابراتي پوښښ په موخه یې ګڼ کارونه ترسره کړي دي.

همداراز د دولتي شرکتونو رئیس احمد جان بلال هم ویلي، چې د معیاري تولیداتو او ځان بسیاینې په موخه د یادو شرکتونو د ودې لپاره هڅې پیل شوې او یوشمېر غیر فعال شرکتونه بیرته فعال او د نورو د فعالولو لپاره هم کار روان دی.

تړلي موضوعات