زموږ لویه تېروتنه په پټو سترګو په امریکا باور کول و

زموږ لویه تېروتنه په پټو سترګو په امریکا باور کول و سیاست
په سیمه کې یې هم متحد نه درلود چې مراجعه ورته وکړي

د پخوانۍ ادارې ولسمشر مرستیال امرالله صالح له روسي ورځپاڼې سره په خبرو کې امریکا په افغانستان کې له شا په خنجر وهلو، خیانت، دروغ ویلو او غولولو تورنه کړې او ویلي یې دي، چې د اشرف غني لویه تېروتنه په امریکا تکیه کول او د مسکو فارمټ په ګډون د سولې سیمه ییزو نوښتونو سره مخالفت کول و.

د پخوانۍ ادارې ولسمشر مرستیال ویلي، چې زموږ تر ټولو لویه تېروتنه په پټو سترګو د امریکا او غرب په ژمنو باور کول و.

صالح په دې مرکه کې زیاته کړې، کله چې امریکا ورته شا کړه، په سیمه کې یې هم متحد نه درلود چې مراجعه ورته وکړي.

نوموړي له دې روسي ورځپانې سره په خپله مرکه کې د افغانستان نوي نسل ته ویلي، چې د هغوی له تېروتنو دې عبرت واخلي او د امریکا لپاره دې له سیمي سره دښمني نه کوي.

تړلي موضوعات