د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر متقي په کابل کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانو او د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلي متقي په دې کتنه کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکو اړیکو وضعیت د پام وړ بللی او ټینګار یې کړی، چې د سیمې هیوادونو ته دې له افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سلا مشورې وکړي.
ښاغلي متقي له نړیوالو سره پر مثبت تعامل د ټینګار تر څنګ یو ځل بیا ویلي چې د یونما او یوه خپلواک مرکزي حکومت په شتون کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته او هیوادونه باید له راټوکېدلو فرصتونو څخه د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري.
دغه راز ښاغلي متقي له ګډونوالو څخه غوښتنه کړې، چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان د اسلامي امارت د منطقهمحور ابتکار پیغام ورسوي تر څو افغانستان او سیمه په ګډه په سیمه کې له نویو فرصتونو د خپلو حکومتونو او ملتونو په ګټه استفاده وکړي.