ا.ا د واحدې سیاسي تګلارې په اساس ضمني رسمیت ترلاسه کړی

ا.ا د واحدې سیاسي تګلارې په اساس ضمني رسمیت ترلاسه کړی سیاست
اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره نېک سیاسي روابط غواړي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د افغانستان د ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس کې ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د واحدې سیاسي تګلارې په اساس ضمني رسمیت ترلاسه کړی دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، دا مهال افغانستان په ۱۷هېوادونو سفارتونه لري او د بېلابېلو هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال دي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره نېک سیاسي روابط غواړي.

تړلي موضوعات