ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن یوځای کېدو طرحه تصویب کړه

ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن یوځای کېدو طرحه تصویب کړه نړۍ
د ترکیې او مجارستان له مخالفت سره مخ شوه

العربیه رسنۍ خبر ورکړی، چې د ترکیې پارلمان له ۲۰ میاشتو وروسته د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سازمان کې د سویډن یوځای کېدو طرحې ته رایه ورکړې.

د ترکیې پارلمان له لوري په ناټو سازمان کې د سویډن یوځای کېدو سند تر تصویب وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تائیدي ته اړتیا لري.

وروسته له هغې چې سویډن د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کولو لپاره خپله غوښتنه دې سازمان ته وړاندې کړه د دې سازمان ټولو غړو تائید، خو د ترکیې او مجارستان له مخالفت سره مخ شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې مجارستان لا تر اوسه په ناټو سازمان کې د سویډن له یوځای کېدو سره هوکړه نه ده کړې.

تړلي موضوعات