غزه کې پر اسرائیلي اشغالګرو مرګونې او خونړۍ ورځ

غزه کې پر اسرائیلي اشغالګرو مرګونې او خونړۍ ورځ نړۍ
له چاودنې وروسته اسرائیلي عسکر

اسرائیلي اشغالګرو تازه اعلان کړی، چې پرون دوشنبه د غزې تړانګې جګړو کې ۲۱ اسرائیلي عسکر او افسران وژل شوي دي، چې د فلسطیني ولس پر وړاندې د جګړې او تېري له پیل راهیسې د اسرائیلي رسنیو او پوځ د وینا له مخې دا تر ټولو خونړۍ او سخته ورځ وه.

اسرائيلي صهيونستي پوځ منلې، چې د غزې تړانګې المغازي سيمه کې په دوو ودانیو د فلسطيني مقاومت ځواکونو برید کې ۲۱ تنه اسرائيلي عسکر او افسران وژل شوي او دا هم تاییدوي چې په خان یونس او نورو سیمو کې جګړه خورا سخته ده او پوځ ته یې درانه زیانونه اړولي.

د اسرائیلو د نشراتو ادارې ویلي، صهیونیستي ځواک چې د المغازي سيمه کې یې دوو ودانیو کې ماينونه خښول ترڅو يې له منځه يوسي چې د مقاومت ځواکونو له لوري پرې د RPG مرمۍ وویشتل شوې، چې له امله یې دوې ودانۍ ویجاړې شوې او ۲۱ پوځیان او افسران یې ووژل شول.

بلخوا د حمـ. اس پوځې څانګې القـ. سام نن ويلي چې خان يونس سيمه کې يې د تازه بريد په لړ کې ۳ تنه اسرائيلي اشغالګر پوځيان وژلي.

همدارنګه اسرائيلي سرچينې تاييدوي، چې د وژل شويو کسانو شمېر تر هغه ډېر لوړ دى، چې اسرائيلي حکومت يې اعلانوي، «وموشی يائير» په نوم يوې اسرائيلي پاڼې ويلي، چې د المغازي پېښې تلفات تر ۵۰ عسکرو او افسرانو رسېږي.

اسرائيلي اشغالګر حکومت زياتره مشرانو او مسؤلينو د المغازي پېښه ستره غميزه بللې او د روانې جګړې په لړ کې یې دا ورځ تر ټولو خونړۍ ورځ ياده کړې ده.

تړلي موضوعات