هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو لومړني کارونه پیل شول

هېواد کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو لومړني کارونه پیل شول روغتیا
انځور حریت راډیو

د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، د هېواد ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو لپاره بودیجه ځانګړې او لومړني کارونه یې پیل شوي.

یاد وزارت ویلي، د دوامداره همغږیو او جلسو پر دوام یې د ۲۰ عمومي روغتونونو د جوړولو کارونه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ پیل کړي، چې پنځه یې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي هم دي.

روغتیا وزارت زیاته کړې، د نویو روغتیایي مرکزونو په پرانېستل کېدو سره به ۴۷زره مسلکي او ۲۵زره غیر مسلکي پرسونل ته د کار زمینه هم برابره شي.

د یادونې ده، چې تېر کال د اسلامي امارت رهبرۍ ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۳۱۸ عمومي روغتونونو لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړه چې هېوادوال دغه اقدام وروستیو لسیزو کې بې سارې بولي.

تړلي موضوعات