اسلام کلا ګمرک کې یوه اندازه تاریخ تېر خوراکي توکي سوځول شوي
د مالیې وزارت ویلي، د اسلام کلا سرحدي ګمرک کې یې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ ۱۷.۵ ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي سوځولي.
دغه خوارکي توکي چې په قاچاقي ډول هېواد ته وارد شوي و د اسلام کلا بندر په هنګرونو کې ځای پر ځای شوي و.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د اسلام کلا ګمرک کارکوونکو ۲۶۴ کیلو ایراني زعفران چې په قاچاقي ډول هېواد ته را وارېدل نیولي.