برېتانیا شارژدافیر سره د افغانستان روغتیا برخې پر ښهوالي خبرې شوي
د عامې روغتیار وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره پر روغتیایي برخو کې د ملاتړ او همکارۍ په اړه خبرې کړې.
عامې روغتیا وزارت ویلي، دې کتنه کې د افغانستان روغتیایي سیسټم ښه والي، روغتیا وزارت لومړیتوبونو، روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو، روږدو، سرطاني ناروغیو او مور او ماشوم روغتیا برخه کې په ملاتړ بحثونه شوي.
کتنه کې ښاغلي جلالي د افغانستان لپاره د برېتانیا له نوي ټاکل شوي استازي ریچارډ لینزي څخه د روغتیا برخو کې د ملاتړ غوښتنه کړې.
لینزي د خپل هېواد له ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.