د اسرائیلي مشرانو ترمنځ اختلاف، د دفاع وزیر به په مناسب وخت کې له دندې لرې شي
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو او د دفاع وزیر اوا ګالنټ ترمنځ د اختلاف له کبله نتنیاهو هڅه کوي چې د دفاع وزیر په یو مناسب وخت کې له دندې ګوښه کړي.
د ارسرائیلي رسنیو د راپور له مخې چې د صهیونیستي رژیم د لوړ پوړو چارواکو تر منځ یو ځل بیا د کابینې غونډې د ثبت پر سر، چې د لومړي وزیر د دفتر له خوا کنټرولېږي جنجال رامنځته شوی.
العربیه خبري شبکې د اسرائيلي رسنیو په حواله ویلي، چې د یاد هېواد د دفاع وزیر اوا ګالنټ د شنبې په ورځ هڅه کړې په زور د لومړي وزیر نتنیاهو دفتر ته دننه شي.
په ورته مهال العربیه د اسرائیلي والا ویبپاڼې په استناد لیکلي، چې د کابینې په غونډه کې د ګالنټ یو استازز هغه څه ته متوجه شوی، چې څراغ یې سور دی او په مستقیم ډول د روانې غونډې ریکارډ کوي هغه څه چې له امله یې د دفاع وزیر ګالنټ او لومړي وزیر تر منځ یې جنجالونه رامنځته شوي.
دغه راز یو عیني شاهد یادې ویبپانې ته ویلي، چې دغه موضوع په غونډه کې د امنیتي ساتونکو او مشاورینو په ګډون د ګڼو کسانو په شتون کې د شخړې پولې ته نږدې شوې وه.
العربیه زیاته کړې، چې د صهیونیستي رژیم د دفاع وزیر اوا ګالنټ په دې غونډه کې د ستراتیژیکو چارو وزیر ته ګواښ کړی، چې په کابینه کې د شخړې د کنټرول لپاره به د ګولانی قطعې ځواکونه را وبولي.
العربیه خبري شبکې دغه راز ویلي، چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مرستيالان ټينګار کوي، چې د دفاع وزیر اوا ګالنټ په یو مناسب وخت کې له دندې لري کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیلو حکومت د لوړو چارواکو په ځانګړي ډول د لومړي وزیر او دفاع وزیر تر منځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو.