پاکستان کې د افغانستان سفارت پلټل کېږي
د پلټنې عالي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي پاکستان کې د افغانستان پلټونکي پلاوي سره په کتنه کې د دې سفارت د عوایدو، لګښتونو او نورو فعالیتونو د پلټنې خبر ورکړی.
د پلټنې عالي ادارې په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې رئیس مولوي محمد محسن هاشمي له ټاکل شوي پلټونکي پلاوي څخه غوښتي چې د پلټنو په لړ کې له دقت، صداقت او اخلاص څخه کار واخلي.
ښاغلي هاشمي همداراز پلټونکي پلاوي ته سپارښتنه کړې چې د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو او د امیرالمونین حفظه الله د فرمانونو، امرونو او د ستورونو سره سم پلټنې ترسره کړي.
په دې کتنه کې د پلټنې پلاوي د افغانستان سیاسي استازولۍ له دقیقې پلټنې ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت د عوایدو، لګښتونو او نورو فعالیتونو له دقیقې څېړنې وروسته به راپور چمتو او پایلې به یې د اسلامي امارت لوړپوړو مسئولنیو سره شریکې شي.