د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال د اروپايي ټولنې شارژادفيري سره وکتل

د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال د اروپايي ټولنې شارژادفيري سره وکتل سیاست
اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولوکې اساسي مرستې وشي

د اسلامي امارت د رياست الوزراﺀ سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر په خپل کارې دفتر کې د اروپايي ټولنې له شارژادفيري رافيلا ايوديس سره وکتل. 

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ويلي، دا مهال په افغانستان کې فساد، نشه يي توکي او زورواکي پای ته رسېدلې ده، داعش خوارج ځپل شوي او سرحدات کنټرول شوي دي.

مولوي کبير ویلي، اړتیا ده چې له افغانستان سره د روغتیا، پوهنې او د بنسټونو په رغولوکې اساسي مرستې وشي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، په اجباري ډول او شرایطوته له پام پرته د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان اقدام د ټولو قوانینو خلاف و او دوی یې محکوموي.

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې شارژادفيري په افغانستان کې په سراسري امنیت خوښي ښودلې، چې په ډاډه زړه يي يو شمېر ولايتونو ته سفر کړى او د خلکو وضعیت يې له نږدې کتلى دى. 

نوموړې له افغانستان سره د اروپایي اتحادیې د مرستو د دوام خبر ورکړ او زياته يې کړه، اوس بشري مرستې اړینو کورنیو ته رسېږي او په کې د فساد اندېښنه نشته.

رافيلا په دې کتنه کې د اقليمي بدلون د زيانونو مخنیوي لپاره د نړيوالو له لوري افغانستان ته د ځانګړې پاملرنې او اړينو مرستو په کولو  ټينګار کړى.

هغې د دې ترڅنګ د افغانستان او اروپايي ټولنې د اړيکو په پراختیا هم ټينګار کړى.

تړلي موضوعات