۱۲ ولایتونو کې ۳۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي

۱۲ ولایتونو کې ۳۶ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي افغانستان
یو شمېر وسلې او مهمات هم پولیسو ضبط کړي دي

د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو په ۱۲ولایتونو کې ۳۶ تنه د غلا، جوارګرۍ، ناقانونه وسلې ساتلو او نور جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، له دې ډلې یې هلمند کې ۱۰ تنه مسلکي او وسله وال غله، بغلان ولایت کې یوتن د قتل او ۹ تنه د جوارګرۍ، دایکندي کې یو تن د غلا او دوه تنه د فزیکي شخړي په تړاو نیول شوي.

همداراز یو غل په بلخ، لغمان کې دوه تنه د وژنې په تړاو، ننګرهار کې یو تن د نظامي تجهیزاتو د ساتلو په تړاو دوه غله په غور او اروزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.

همدراز یاد وزارت زیاته کړې، چې په بلخ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم پولیسو ضبط کړي دي.

تړلي موضوعات