په هېواد کې د ښوونیز حالت څرنګوالي په اړه خبرې شوې
د پوهنې وزارت وایي، د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا له مالیې وزیر ملا ناصر اخوند سره په کتنه کې په افغانستان کې د پوهنیز وضعیت د لا ښه والي په اړه خبرې کړې دي.
د پوهنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د اسلامي امارت له بریا وروسته په افغانستان کې د ښوونیز حالت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي دي.
خبرپاڼې ویلي، په دې کتنه کې د مالیې وزیر ملا ناصر اخوند د هېواد د لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د ښوونیز وضعیت د ارزونې او حل سربېره د غزني ولایت ناوې ولسوالۍ پوهنې په برخه کې موجوده ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
ښاغلي ملاناصر اخوند د پوهنې وزارت د طرحه شویو پلانونو د پلي کولو کې د پوهنې وزارت رهبرې ته د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
همداراز د پوهنې وزیر د یاد وزارت لپاره د مالي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د مالیې وزارت د ملاتړ غوښتنه کړې.