څلورو میاشتو کې دسپین بولدک له لارې تر ۲۴زرو زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

څلورو میاشتو کې دسپین بولدک له لارې تر ۲۴زرو زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې افغانستان
د پاکستان له بندخونو ۱۰۶۹ تنه بندیان هم راخلاص شوي

د هېواد جنوب کندهار کې د کډوالو ثبت کمېټې مسؤلین خبر ورکوي، چې د اکټوبر له لومړۍ د جنورۍ تر ۱۹ مې نېټې پورې د بولدک له لارې څه باندې ۲۴ زره کورنۍ کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي.

د یاد ولایت د تخته پل ولسوالۍ اړوند انځرګي کمپ کې د کډوالو د ثبت کمېټې مسئولینو ویلي، چې یاده موده کې د سپین بولدک له لارې هېواد ته ۲۴ زره او ۴۹۸کډوالې کورنۍ چې ټولیز شمېر یې ۱ لک، ۴۵ زره او   ۶۶۰تنه کېږي له پاکستانه په جبري ډول هېواد ته راستنې شوې دي.

د دوی په خبره، چې یاده موده کې د پاکستان له بندخونو ۱۰۶۹ تنه بندیان هم راخلاص شوي او هېواد ته رانتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د هېواد ټولو لارو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د کډوالو ثبت کمېټې ټاکلې، چې تازه راستانه شوي کډوال تر ثبت او ورته بېړنیو مرستو رسولو وروسته یو شمېر مؤسسو ته د لا ډېرو مرستو په موخه ور پېژندل کېږي.

تړلي موضوعات