د ۲۱۷ عمري او ۲۰۷ الفاروق قول اردوګانو څخه ۱۳۳۰ تنه منسوبین فارغ شوي

د ۲۱۷ عمري او ۲۰۷ الفاروق قول اردوګانو څخه ۱۳۳۰ تنه منسوبین فارغ شوي افغانستان
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه هم د ۸۳۰ تنو ځوان منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی

د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د ۲۱۷ عمري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو فکري، عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي.

په خپرپاڼه کې ویل شوي، په دغو مراسمو کې د ۲۱۷ عمري قول اردو او ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانانو مولوي امان الدین منصور او ملا رحمت الله یاد فارغینو ته په خبرو کې ویلي، تاسو د اسلامي نظام د ساتنې او حفاطت لپاره روزل شوي یاست او له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه باید په کلکه دفاع وکړئ.

دوی زیاته کړې، د اسلامي امارت پیاوړې او غښتلې اردو په اسلامي او ملي فکر روزل شوې چې د خپلې خاورې او حریم څخه ساتنه وکړي.

په ورته مهال ملي دفاع وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه هم د ۸۳۰ تنو ځوان منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې ډلې یې ۷۲ تنو د لویې دورې سندونه هم ترلاسه کړي دي.

تړلي موضوعات